د طالبانو د عدليې وزیر د بیو د کنټرول او د احتکار د مخنیوي ټینګار وکړ

د طالبانو د عدليې وزیر د لومړنیو توکو د بیو د کنټرول او د احتکار د مخنیوي له کمیسیون له غړو سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د بازارونو جدي څارنه او د احتکار کوونکو قانوني تعقیب ضروري دي. نوموړي ویلي، د خلکو لپاره د اسانتیاوو برابرول په اقتصادي سخت شرایطو کې د نظام مسؤلیت دی او اړوندې ادارې باید په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي.
شیخ عبدالحکیم شرعي څرګنده کړې چې د بیو د زیاتوالي مهار او د احتکار مخنیوی د خلکو او دولتي ادارو ګډې همکارۍ ته اړتیا لري. د ده په وینا، هغه کسان چې احتکار کوي باید وپېژندل شي او د قانون له مخې تعقیب شي.
هغه همدارنګه ویلي چې د عدليې وزارت چمتو دی تر څو د یاد شوي کمیسیون او اړوندو اتحادیو ترمنځ همغږي رامنځته کړي. ده زیاته کړې چې دغه وزارت به هڅه وکړي د بازار د تنظیم په بهیر کې موجود خنډونه لرې کړي.
په همدې حال کې، د احتکار د مخنیوي او د لومړنیو توکو د بیو د کنټرول کمیسیون مسؤلین وايي چې دا اداره د اړوندو ادارو او سوداګرو په همغږۍ هڅه کوي تر څو د بیو ثبات وساتي. خو، په وروستیو میاشتو کې ګڼو ښاریانو په یو شمېر ولایتونو کې د لومړنیو توکو د بیو د لوړېدو شکایتونه کړي دي – یو موضوع چې د هېواد د اوسېدونکو د ملاتړ لپاره د طالبانو د ادارې له خوا د عملي او روڼو ګامونو غوښتنه کوي.




