۹۹ نوي سرتیري د طالبانو له خوا په پوځي لیکو کې شامیل شول

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چې ۹۹ تنه نوي سرتیري د کابل ښار عبدالله بن مسعود په نوم د ګډو پوځي روزنو مرکز کې له دوو میاشتو پوځي زده کړو وروسته فارغ شوي دي.
دغه پوځي روزنه د همدې مرکز د بریدملانو په مکتب کې ترسره شوې وه، چې موخه یې د طالبانو پوځي لیکو ته د نویو کسانو جذب وباله شوې ده.
د فراغت په مراسمو کې د طالبانو د حکومت یو شمېر پوځي چارواکو ګډون کړی و چې پکې مولوي محمود قانع، د ګډو پوځي تعلیماتو مرستیال، او مولوي محمد موسی احمدي، د ښوونځي مسؤل شامل وو.
په مراسمو کې، مولوي احمدي له فارغ شویو سرتیرو وغوښتل چې د مشرانو اطاعت وکړي او د عسکرو د انضباط او نظم مراعت ته ژمن پاتې شي. هغه همداراز له هغوی وغوښتل چې د هغه څه لپاره چې ده «اسلامي نظام» وباله، صادقانه خدمت وکړي.
د طالبانو حکومت ته د نوو پوځي ځواکونو ورګډېدو، په داسې حال کې چې افغانستان له جدي امنیتي، اقتصادي او د بشري حقونو له پراخو سرغړونو سره مخ دی، په ټولنه کې اندېښنې راوپارولې دي. دغه ځواکونه چې د کومې خپلواکې او قانوني ادارې له نظارته پرته روزل کېږي، د امنیت او د هېواد د راتلونکې په اړه ګڼې پوښتنې راپورته کړې دي.




