طالبانو او ایران ترمنځ د درملو او طبي وسایلو هوکړهلیک لاسلیک شو

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د طالبانو اداره او د ایران اسلامي جمهوري د درمل جوړونې او طبي تجهیزاتو په برخه کې یو تفاهملیک لاسلیک کړی دی. د دغه هوکړهلیک موخه د درملو رسونه، د تخنیکي ظرفیعتونو لوړول او د انساني ځواک روزنه په افغانستان کې یاده شوې ده.
د شفقنا راپور له مخې، د طالبانو د روغتیا وزارت یو پلاوی چې مشريیې د خوړو او درملو مرستیال حمیدالله زاهد کوله، د قوس میاشتې په ۲۶ مه نېټه د یوې اوونۍ لپاره ایران ته تللی و. دغه پلاوي د خپل سفر پر مهال د درملو او طبي تجهیزاتو د تولید له برخو او مرکزونو لیدنه کړې او تخنیکي همکاريو باندېیې خبرې کړې دي.
د دې لیدنو په چوکاټ کې، د درملو د ثبت او کیفیت کنټرول ازمایښتي سیستم د یو ولایت په کچه د پلي کېدو احتمال هم ارزول شوی، چې د عملي کېدو په صورت کې به په کورنیو بازارونو کې د درملو د څارنې پر بهیر اغېز ولري.
راپور زیاتوي، حمیدرضا اینانلو، د ایران د خوړو او درملو ادارې د نړیوالو اړیکو سرپرست، ویلي چې د کیفیت کنټرول لابراتوارونو کې مسلکي روزنه او د درملو د ثبت بهیر هغه اصلي برخې دي، چې له افغانستان سره د ګډو همکاریو تمرکز پرې کېږي. ده زیاته کړې، ایران تیار دی چې د افغانستان د درملو جوړولو فابریکو ته اړینې وسایل او ماشینونه برابر کړي.
د ایراني چارواکو په وینا، د افغانستان استازو ګډون د «ایران فارم» او «ایران هلث» په څېر مسلکي پروګرامونو کې کولای شي، تخنیکي، صنعتي او سوداګریزو همکاریو ته پراختیا ورکړي. سره له دې، ټینګار شوی چې د دې تفاهملیک اجرایي جزئیات به د وروستیو مذاکراتو په پایله کې مشخص شي.
دا پرمختګونه داسې مهال دي چې د طالبانو اداره د پاکستان سره د پولهیزو ترینګلتیاوو او د سرحدونو د تړل کېدو له امله، له دغه هیواده د درملو واردات بند کړي. دا اقدام د افغانستان د اوسېدونکو لپاره د اړینو درملو ته د دوامداره لاسرسي او د معتبر بدیل وارداتو د مدیریت په اړه اندېښنې راپارولې دي.




