د طالبانو ادارې او ایران تر منځ د برېښنا د پېر تړون د ۱۴۰۵ کال لپاره تمدید شو

د افغانستان برېښنا شرکت (برښنا) اعلان کړی چې د ایران سره د برېښنا د پېر تړون د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره تمدید شوی دی. دغه تړون د برښنا شرکت د اجراییوي رییس عبدالحق همکار په مشري د ایران له لوري سره په تهران کې لاسلیک شوی دی.
د دې شرکت د خپرو شوو معلوماتو له مخې، دواړو لورو د برېښنا د وارداتو دوام او د انرژۍ د لېږد بنسټونو د پراختیا په اړه دوه اړخیزې خبرې ترسره کړې دي. د واردېدونکې برېښنا د کچې او د تړون د مالي شرایطو په اړه لا جزئیات نه دي خپاره شوي.
افغانستان په تېرو کلونو کې د خپلې اړتيا يوه مهمه برخه برېښنا د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران څخه واردوي. د کورني تولید کمښت او د انرژۍ په برخه کې د پراخې پانګونې نشتون لامل شوی چې دا وابستګي لا هم دوام ولري.
په عین حال کې، د طالبانو اداره تر اوسه د برېښنا د تولید په برخه کې د ځان بسیاینې لپاره هېڅ روښانه او مهالوېشل شوې طرحه نه ده وړاندې کړې؛ یو داسې موضوع چې د هېواد د وګړو او کارپوهانو له لوري د اقتصاد او بنسټیزو چارو په برخه کې د یوې بیړنۍ او مهمې اړتیا په توګه یادېږي.




