طالبانو له ایران سره د تعلیمي همکاریو د پراخوالي غوښتنه وکړه

نبيمحمد ندیم، چې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست دی، د ایران له رسمي سفر پر مهال یې له دې هېواد سره د علمي همکاریو د پراخوالي ټینګار کړی دی. نوموړي د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر د نړیوالو چارو له سلاکار، علياکبر ولایتي، سره د لېدنې پر مهال د افغانستان تعلیمي اړتیاوې مطرح کړې او له ازاد اسلامي پوهنتون یې غوښتي چې د دې پوهنتون د افغانستان په څانګه کې د طب، الکترونیک او مصنوعي ځیرکۍ په برخو کې خپل پروګرامونه پراخ کړي.
ندیم ویلي، افغانستان په علمي برخو کې له تخصصي ظرفیتونو او تجربهلرو ښوونکو سره له کمښت سره مخ دی او د تعلیمي بنسټونو ترمنځ همکاري کولای شي د هېواد د تحصیلي ظرفیتونو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي. خو کارپوهان وايي، د طالبانو له خوا اداره کېدونکی تعلیمي جوړښت چې نه مستقل دی او نه هم شفاف، د واقعي علمي همکاریو پر وړاندې یو جدي خنډ دی.
طالبانو چې له دوهم ځل واک ته رسېدو راهیسې پر افغانستان واکمن دي، تعلیمي پالیسيګانې یې پلي کړې دي، په تېره بیا د نجونو او ښځو د زدهکړو د محدودیت په برخه کې، چې دا کار د کورنیو او نړیوالو سخت غبرګونونه راپارولي دي. شنونکي باور لري، تر هغو چې دغه محدودیتونه نه وي لرې شوي، د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ هر ډول علمي همکاری نشي کولای د هېواد د تعلیمي نظام هراړخیز پرمختګ تضمین کړي.




