طالبان: د اسلامي هېوادونو چوپتيا د ايران پر ضد بريدونو په اړه د منلو وړ نه ده

د طالبانو د کډوالو چارو وزير له اسلامي هېوادونو غوښتنه کړې ده چې د هغه څه پر وړاندې چې دی يې «پر ايران تېری» بولي، څرګند دريځ خپل کړي او چوپ پاتې نه شي. نوموړي خبرداری ورکړی چې د دې حالت دوام کولی شي د سيمې په کچه تاوتريخوالی زیات کړي.
محمد عبدالکبير د پنجشنبې په ورځ په هغو څرګندونو کې چې رسنيو خپرې کړې، ټينګار وکړ چې د ايران پر ضد بريدونو په وړاندې بېپروايي د منلو وړ نه ده. د ده په وينا، دا پېښې د سيمې د ثبات لپاره پراخې پايلې لرلی شي.
هغه د خليج فارس وضعيت هم د اندېښنې وړ وباله او زياته يې کړه چې په دې حساسې سيمه کې د شخړو هر ډول زياتوالی کولای شي د سيمې د هېوادونو پر امنيت او دوه اړخيزو اړيکو بد اغېز وکړي. خليج فارس د نړۍ له مهمو اقتصادي او ترانزيټي لارو څخه شمېرل کېږي او تحولاتو يې تل له نړيوالو غبرګونونو سره مل وي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په تېر څو مياشتو کې د منځني ختيځ تاوتريخوالی زيات شوی او بېلابېلو هېوادونو د دې حالت د پايلو په اړه اندېښنه ښودلې ده.




