اقتصادمهم خبرونه

طالبان: له ایران سره د سوداګرۍ د پراخولو هڅې روانې دي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر وایي، هڅې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراخولو لپاره روانې دي او کابل د مختلفو هېوادونو سره د سوداګرۍ د همکارۍ د پیاوړتیا په لور روان دی.

نورالدین عزیزی د طلوع‌نیوز تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د خبرو په ترڅ کې پر دوه اړخیزې سوداګرۍ تمرکز شوی او د نوموړي په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

دغه طالب چارواکی د امریکا له بندیزونو او محدودیتونو سره سره ټینګار کوي، چې هېڅ هېواد نه‌شي کولی د افغانستان نړیوالې سوداګریزې اړیکې محدودې کړي او افغانستان دا حق لري چې له هر هغه طرف سره چې وغواړي، سوداګري وکړي.

عزیزی همداراز له پاکستان سره د سوداګرۍ د کموالي یا بندېدو د پایلو په تړاو ویلي، چې که څه هم دا حالت به لنډمهاله ډول په ځینو برخو کې د بیو لوړوالي لامل شي، خو په اوږدمهاله توګه به د افغانستان اقتصادي تړاو له پاکستان سره راکم کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر زیاتوي، چې د هند له چارواکو سره هم خبرې روانې دي او د طالبانو اداره هڅه کوي چې بدیل سوداګریز مسیرونه فعال کړي او د افغانستان اقتصادي اړیکې پراخې او متنوع کړي؛ خو دا تګلاره د ثابتي او شفافې اقتصادي پالیسۍ د نه شتون له امله له اقتصادي کارپوهانو سره پوښتنې او اندېښنې راولاړې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button