سياستمهم خبرونه

د طالبانو د رهبرۍ تر منځ د اختلافاتو ادعاوې رد شوې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اداري معین، رحمت‌الله نجیب، د میدان وردګو ولایت د پولیسو د فراغت په مراسمو کې وویل چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ هېڅ ډول اختلاف شتون نه لري او د دې ډلې مشران د مقام یا څوکۍ لېوالتیا نه لري.

هغه د “د هېواد د دښمنانو” په تور وینا وکړه او ویې ویل چې ځینې ډلې د بهرنيو ملاتړ سره هڅه کوي افغانستان بې‌ثباته او ناامنه کړي. د نوموړي په وینا، دغه هڅې به ناکامې وي او طالبان د هر ډول ګواښ پر وړاندې بیداره دي.

نجیب زیاته کړه چې د طالبانو هېڅ یو لوړپوړی چارواکی د ملا هبت‌الله اخندزاده د ځای ناستي کېدو هڅه نه کوي او له خلکو یې وغوښتل چې د شایعاتو تر تأثیر لاندې نه شي. دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د مشرانو ترمنځ د نظر اختلافونه علني شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د معین دغه څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د دې وزارت سرپرست، سراج‌الدین حقاني، په خپلو څرګندونو کې د طالبانو په واکمن ساختار کې د “تاوتریخوالي، سپکاوي او وېرې خورولو” له موجودیته نیوکې کړې وې؛ داسې خبرې چې د طالبانو له رهبري سره نژدې څېرو غبرګونونه پارولي دي.

په ورته وخت کې، د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر، مولوي نداء محمد ندیم، د دې ډلې له مشر سره پر بشپړې اطاعت ټینګار کړی دی.

رحمت‌الله نجیب په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د افغانستان خلک له دموکراسۍ او ولسواکه نظام څخه ملاتړ نه کوي او بېرته د داسې نظام جوړېدل یې “بې‌معنا خیال” وباله. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانانو د سیاسي ګډون، اساسي حقونو او د واک د انحصار پای ته رسولو غوښتنې په تېرو کلونو کې ډېرې مطرح شوي، خو له کله چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، دا غوښتنې په پراخ ډول محدودې شوې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button