امنیت او پېښېمهم خبرونه

د طالبانو د استخباراتو د رئيس مرستيال مړ وموندل شو

مولوي نعمان، چې د طالبانو د استخباراتو د عمومي رئيس عبدالحق وثيق مرستيال و، په کابل ښار د بت‌خاک سيمه کې په خپل کور کې مړ وموندل شو. د طالبانو د ادارې رسمي چارواکو تر اوسه د دې پېښې دقيق علت نه دی څرګند کړی.

خو باوري سرچينو ويلي چې ښايي د هغه مړينه د ګازو د يو بالون د چاودنې له امله رامنځته شوې وي؛ دا ادعا تر اوسه د مسؤلو ادارو له لوري نه ده تاييد يا رد شوې.

له دې خبر وروسته، د طالبانو د حکومت يو شمېر ملاتړو په ټولنيزو رسنيو کې د خواشينۍ پيغامونه خپاره کړي دي. هممهاله، ځينو کاروونکو او د طالبانو پلويانو ادعا کړې چې د مولوي نعمان اولادونه هم په دې پېښه کې ټپيان شوي او روغتون ته انتقال شوي دي.

تر د دې راپور د ليکلو د مهال، رسمي سرچينو د مولوي نعمان د اولادونو ټپي کېدل نه دي تأييد کړي. د امنيتي پېښو په اړه د معلوماتو نه شفافيت يو ځل بيا دا پوښتنې راولاړې کړي چې د طالبانو اداره په کابل کې د امنيتي پېښو د مديريت او مسئوليت په برخه کې څه ډول چلند کوي.

عبدالحق وثيق، د طالبانو د استخباراتو رئيس، د دې ډلې له پېژندل شويو څېرو څخه دی. نوموړی د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال هم د استخباراتو په برخه کې فعاليت درلود. هغه د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر يوولسمې بريدونو وروسته د امريکايي ځواکونو له لوري ونيول شو او له يوې لسيزې زيات وخت يې په ګوانتانامو زندان کې تېر کړ.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button