امنیت او پېښېمهم خبرونه

د بدخشان په ښار بزرگ ولسوالۍ کې د طالبانو ترمنځ کورنۍ نښته تایید شوه

په بدخشان ولایت کې د طالبانو اړونده کسانو ترمنځ د شخړو له ډېریدو وروسته، د دې وسله‌والې نښتې پیښه د طالبانو چارواکو تایید کړې ده. د طالبانو د پولیسو ویاند ویلي، د ۱۲ وسله‌والو کسانو له یوې ډلې سره د نښتې پر مهال د طالبانو یو قوماندان عبدالحلیم حمیدي وژل شوی دی.

ځايي سرچینې وايي چې جګړه د عبدالرحمان عمار په مشرۍ د طالبانو د پخواني معدنونو قوماندان د پلویانو او غیربومي طالبانو ترمنځ شوې ده. خو د طالبانو د پولیسو ویاند ادعا کړې چې دا نښته له “نامعلومو وسله‌والو” سره شوې او دا د طالبانو خپلمنځي شخړه نه ده. سره له دې، ویل کېږي چې عمار له خپلو کسانو سره غرنیو سیمو ته تښتېدلی او د هغه نیول تاييد شوي نه دي.

د طالبانو د پولیسو ویاند هغه راپورونه رد کړي چې د جګړې دوام ښيي او ویلي یې دي چې اوسمهال وضعیت تر کنټرول لاندې دی. خو ځايي سرچینې وايي چې شخړې لا هم دوام لري او د عمار اړوند کسان لا هم مقاومت کوي.

ځايي سرچینو تایید کړې چې د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت تېره شپه ښار بزرگ ولسوالۍ ته رسېدلی، څو د دې کړکېچ د کنټرول لپاره مداخله وکړي. طالبانو هم ویلي چې یوه هیئت‌یې د موضوع د څېړنې لپاره دې ولسوالۍ ته استولی دی.

د طالبانو د نظام دننه د دې ډول کورنیو نښتو دوام د افغانستان په شمال ختیځ ولایتونو کې د سیاسي او امنیتي ثبات په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي. د سیمې اوسېدونکي وايي چې روان وضعیت په بدخشان کې د لا ډېرې بې‌ثباتۍ او ناامنۍ سبب شوی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button