اقتصادمهم خبرونه
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر رسمي سفر هند ته کوي

طلوعنیوز ته سرچینو ویلي چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی به د چهارشنبې په ورځ په یو رسمي سفر هند ته ولاړ شي.
د دغه سفر اصلي هدف د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراخولو او د صادراتو او وارداتو لپاره د متنوعو لارو موندلو په تړاو له هندي چارواکو سره خبرې دي.
سرچینې زیاتوي چې د عزیزی د هندي چارواکو سره د خبرو مهم تمرکز به د افغان سوداګرو لپاره د سوداګرۍ اسانتیاوو رامنځته کول او د هغوی لپاره د سیمهییزو بازارونو ته ښه لاسرسي برابرول وي.
طالبان داسې مهال د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراخولو هڅه کوي چې د دغه ډلې تر واک لاندې د افغانستان کورنی اقتصاد له جدي ستونزو سره مخ دی او سوداګر له محدودیتونو، فساد او د شخصي سکتور د نه ملاتړ له امله تل شکایتونه لري.




