د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر له چینایي سفیر سره د اقتصادي همکاریو په اړه وکتل

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاو شینګ او د دې هېواد له یو پلاوي سره لیدنه کړې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دې لیدنې اصلي موضوع د چینایي پانګهوالو له ستونزو سره د رسېدنې ترڅنګ، د کابل او پیکېنګ ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لارې چارې موندل وې.
په خبرپاڼه کې راغلي، د دې لیدنې له موخو څخه یوه دا وه چې د سوداګرۍ حجم زیات شي او بهرني پانګوونکي جلب کړل شي. راپور زیاتوي چې دواړو لورو ټینګار کړی چې د کابل او پیکېنګ ترمنځ سوداګریزې اړیکې باید په قوانینو، مالونو د انتقال اسانتیا او د پانګونې د امنیت له لارې لا اسانه شي.
عزیزي په غونډه کې ویلي چې افغانستان چمتو دی له چینایي پانګهوالو سره هر اړخیزه همکاري وکړي تر څو د پانګونې بهیر اسانه شي. نوموړي ژمنه کړې چې د طالبانو اداره به خپلې وسې ته په کتو، خنډونه کم کړي.
سره له دې چې د طالبانو چارواکي له چین سره د همکاریو پر پراخوالي ټینګار کوي، خو اقتصادي کارپوهان باور لري چې د روڼ قانوني چوکاټ نشتون، ناامني او بهرنیو پانګهوالو ته د تضمین نشتوالی لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامدارو اقتصادي اړیکو پر وړاندې ستر خنډونه دي.




