د طالبانو د صنعت وزیر د استانبول نړيوال حلال نندارتون کې ګډون وکړ

په داسې حال کې چې په استانبول کې د نړۍ له سترو حلال سوداګریزو نندارتونونو څخه یو ترسره شو، نورالدین عزیزی د طالبانو د حکومت لخوا د صنعت او تجارت وزیر په توګه په دې ناسته کې ګډون او وینا کړې ده.
د صنعت او تجارت وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه ښيي، چې ښاغلي عزیزي په خپله وینا کې د حلال تجارت پراخولو، اقتصادي همکاریو پیاوړتیا، او د افغانستان د سیمهییزو او نړیوالو بازارونو کې د حضور زیاتېدو ته ټینګار کړی دی.
دغه کنفرانس او نندارتون د ترکیې په استانبول ښار کې د نومبر له ۲۶مې تر ۲۹مې پورې د نړۍ له ۱۱۰ ډېرو هېوادونو څخه د دولتي چارواکو او خصوصي سکتور استازو په ګډون ترسره شوی دی. د دغو هېوادونو پراخ ګډون د حلالو محصولاتو د بازار د نړیوال ارزښت او اهمیت ښکارندويي کوي.
د نندارتون ترڅنګ، یو شمېر افغان سوداګرو او شرکتونو هم ګډون کړی، څو د افغانستان صنعتي ظرفیتونه معرفي کړي، پانګهوهنې ته جذب رامنځته کړي او د کورنیو تولیداتو بازار پراخ کړي.
سره له دې چې طالبان هڅه کوي په دې ډول ناستو کې په ګډون سره خپل ځان نړيوال اعتبار لرونکی وښيي، خو د دې ادارې د نړیوال مشروعیت نشتون، د روڼ اقتصادي سیاست نه شتون، او په کور دننه د اقتصادي فعالیت پر وړاندې زیاتېدونکي محدودیتونه، د سوداګرۍ او صنعت د ریښتینې ودې پر وړاندې لوی خنډ بلل کېږي.




