اقتصاد

د طالبانو د صنعت وزير په هند کې له افغان سوداګرو سره لېدنه وکړه

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزير نورالدين عزيزي، د خپلې وروستۍ سفر په ترڅ کې په هند کې له مېشتو افغان سوداګرو سره لېدنه کړې ده.

عزيزي په ياده ناسته کې د طالبانو د واکمنۍ «لاسته راوړنې» وستايلې او ژمنه يې وکړه چې د دغو سوداګرو غوښتنې او ستونزې به وڅېړل شي. نوموړي زياته کړه چې د طالبانو اداره د هېواد څخه بهر مېشتو افغان سوداګرو، په ځانګړي ډول په هند کې، د ستونزو د حل لپاره عملي او جدي اقدامات کړي دي.

خو له دې سره سره، ډېری افغان سوداګر د هېواد دننه د سوداګرۍ له وضعيت، په ځانګړې توګه د بانکي محدوديتونو، د اسعارو د بدلونونو او د حقوقي امنیت نه شتون له امله اندېښنه لري.

مبصرين باور لري چې د طالبانو اداره د اقتصادي وضعيت د ښه والي ژمنې په داسې حال کې کوي چې نړيواله مشروعيت نه لري او اقتصادي سياستونه يې روښانه نه دي، چې دا وضعیت نه شي کولی د سوداګرو باور بېرته داخلي بازارونو ته راګرځوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button