اقتصادمهم خبرونه

د طالبانو ادارې او د نړیوال کار سازمان د دندو او کارګرانو د حقونو په اړه خبرې کړې

د طالبانو ادارې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار مرستیال محمد زاهد احمدزي د نړیوال کار سازمان له رئیس سره د لیدنې پر مهال د کاري اړیکو د پراختیا، د دندې فرصتونو د رامنځته کولو او د کارګرانو او کارکوونکو د حقونو د ساتنې په اړه خبرې کړې دي.

احمدزي ټینګار کړی چې دغه وزارت هڅه کوي د همکارو بنسټونو په همغږۍ کې، د ملي او نړیوالو معیارونو پر بنسټ، د کار او استخدام په برخو کې اغېزمن ګامونه واخلي. دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د افغانستان د کار بازار د پراخو ننګونو لکه بې‌کارۍ او د حمایوي میکانیزمونو د نشتوالي سره لاس او ګرېوان دی.

د رسمي سرچینو په وینا، دواړو لورو د دوامدارو اړیکو، منظمې همغږۍ او ګډو غونډو د ترسره کولو پر اړتیا ټینګار کړی او موافقه یې کړې چې د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره ګډ عملي ګامونه واخلي.

شنونکي وايي، د دغو ژمنو عملي کېدل، په ځانګړي ډول د کارګرانو د حقونو د ساتنې په برخه کې، روڼتیا، حساب ورکونې او د طالبانو ادارې د کاري ژمنو پر رعایت پورې تړلي دي؛ هغه موضوع چې تل د کارګرانو او نړیوالو ادارو له‌خوا غوښتل شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button