ټولنه‌یزمهم خبرونه

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر د تعلیمي کیفیت د ښه کولو هڅو ته اشاره وکړه

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر وايي چې د افغانستان د تعلیمي نظام د کیفیت د لوړولو لپاره یې شخصاً ډېر وخت په فکر او پلان جوړونه تېر کړی او آن د شپې خوب یې کم شوی دی. ملا ندا محمد ندیم دا څرګندونې په کندهار کې په یوې غونډه کې وکړې او ویې ویل چې د لوړو زده‌کړو د وضعیت د بدلون لپاره هڅې دوام لري.

هغه زیاته کړه، د طالبانو تر ادارې لاندې د لوړو زده‌کړو وزارت پلان لري چې د ګاونډیو هېوادونو استادان د تدریس لپاره د افغانستان پوهنتونونو ته، په ځانګړي ډول د کابل پوهنتون ته، راوبولي. د ده په وینا، دا اقدام د علمي او تعلیمي ظرفیت د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي.

ندیم د خپلو خبرو په یوه برخه کې د علم او پوهې پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ټولنې پرمختګ او وده یوازې د زده‌کړې له لارې ممکنه ده. هغه ادعا وکړه چې د طالبانو اداره هڅه کوي دا بهیر پیاوړی او دوامدار وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ مخکې په رسنیو کې اسناد خپاره شول چې ښيي د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د کابل پوهنتون لپاره یو شمېر پاکستاني استادان د لوړو مالي امتیازونو او ځانګړو اسانتیاوو سره ګومارلي او بللي دي.

منتقدان یادونه کوي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، سلګونه مسلکي کدرونه، ډاکتران او د پوهنتون استادان له افغانستانه وتلي، او اوس رامنځته شوی تش ځای د بهرنیو استادانو، په ځانګړي ډول پاکستاني استادانو، په استخدام ډک کېږي. دا طرز عمل د افغان اوسېدونکو ترمنځ پراخ منفي غبرګونونه راپارولي دي.

د کابل او نورو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د طالبانو اداره د افغان استادانو له علمي ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستو پر ځای هغوی څنډې ته کوي او په بدل کې بهرني استادان د لوړو معاشونو پر اساس ګوماري، چې د منتقدانو په باور، دا کار به د هېواد د لوړو زده‌کړو نظام نور هم کمزوری کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button