دوهم سرلیککلتور او هنرمهم خبرونه

په هلمند کې د طالبانو د مشر د فرمان د تبلیغ لپاره مشاعره جوړه شوې

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه کې یوه مشاعره د هغو څه چې طالبانو ورته «ناوړه دودونه او رواجونه» ویلي، پر وړاندې د مبارزې تر نوم لاندې جوړه کړې ده.

په دې مشاعره کې چې یو شمېر سیمه‌ییز شاعران او نعت‌خوانان یې برخه‌وال وو، ګډونوالو هڅه وکړه چې د طالبانو د مشر د ۱۷م فرمان پېغامونه د شعرونو او ترانو له لارې خلکو ته ورسوي.

د طالبانو د فرهنګ ریاست مسؤلینو ویلي چې د دغې مشاعرې موخه د دغه فرمان د موادو «تشریح او توضیح» ده؛ موضوع چې بیا هم د طالبانو له لوري د خپلو سخت‌لنیو باورونو د تبلیغ لپاره د فرهنګي وسیلو د استفادې هڅه ښيي.

د دې پروګرام جوړوونکو وویل، شاعران له بېلابېلو ولسوالیو راټول شوي وو، څو د مناسبو شعرونو له لارې پر هغو ټولنیزو دودونو نیوکه وکړي چې طالبان یې له «اسلامي شریعت» سره په تضاد کې بولي.

په دې مراسمو کې، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یو شمېر شاعرانو او نعت‌خوانانو ته د نقدي او معنوي جایزو ورکولو تابیا کړې وه؛ یو اقدام چې د فرهنګ او هنر د استفادې له لارې د طالبانو د خپل‌سریو سیاستونو د پیاوړتیا هڅه ګڼل کېدای شي.

داسې پروګرامونه پر داسې مهال ترسره کېږي، چې د هلمند او نورو ولایتونو ډېر اوسېدونکي د طالبانو تر واک لاندې د فردي، فرهنګي او مدني آزادیو د محدودېدو له زیاتېدونکو اندېښنو سره مخ دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button