د طالبانو د عامې روغتیا وزیر هند ته سفر کوي

د هندوستان چاپ ورځپاڼې «تربیون» راپور ورکړی چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي، په راتلونکو ورځو کې دهلي نو ته سفر کوي. دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې هند د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی، خو له افغانستان سره یې خپلې تخنیکي او طبي همکارۍ پراخې کړې دي.
د دغه ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د جلالي د سفر پر مهال به د افغانستان د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا او د طبي بنسټیزو پروژو د ملاتړ په اړه خبرې وشي. د هند حکومت په وروستیو کلونو کې د واکسينو او درملو د برابرولو، د روغتونونو د بیا رغولو او د افغان طبي پرسونل د روزنې په برخو کې فعاله ونډه لرلې ده.
جلالي د طالبانو د حکومت درېیم وزیر دی چې د دې ډلې له بیا واکمنېدو راهیسې هند ته سفر کوي. تر ده وړاندې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم هند ته تللي ول.
سره له دې چې هند د طالبانو د حکومت رسمي پېژندنه نه کوي، خو هڅه کوي له افغانستان سره له بشري او اقتصادي لارو اړیکې وساتي. سیاسي څارونکي وایي چې دا ډول سفرونه ښايي د تخنیکي محدودو خبرو اترو زمینه برابره کړي، خو تر اوسه داسې نښې نه تر سترګو کېږي چې گویا هند دې د طالبانو د حکومت د مشروعیت په برخه کې خپل رسمي دریځ بدل کړی وي.




