روغتيا

د طالبانو د روغتیا سرپرست وزیر د روغتیا نړیوالو چارواکو سره ولیدل

د طالبانو د روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د خپل سعودي عربستان سفر پر مهال د روغتیا د نړیوال سازمان سیمه ییز رئیسې دوکتوره حنان البلخي او د بیل او ملینډا ګیټس بنسټ د پرمختیایي برخې مسول کریس الیاس سره کتلي دي. په دې ناسته کې د پاکستان د صحت وزیر هم ګډون کړی و، او په کې د سیمې د روغتیايي همکاریو پر بېلابېلو اړخونو او د افغانستان د روغتیایي نظام پر وضعیت بحث وشو.

د دې خبرو اترو اصلي محور د ساري او غیر ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره د وقایوي اقداماتو پیاوړتیا، د نظارتي سیستمونو (سروېلانس) ښه‌والي، او د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د له منځه وړلو لپاره د مؤثرو اصلاحاتو پلي کول وو. همداراز، په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو پراختیا، او د دغه سیمو اوسېدونکو ته د معیاري او با کیفیته لومړنیو او ثانوي خدماتو د برابرولو پر اهمیت هم ټینګار وشو.

مولوي جلالي په دې کتنه کې وویل چې د طالبانو اداره د روغتیا په سکټور کې د پراخو اصلاحاتو غوښتونکې ده او هڅه کوي چې د تخنیکي همغږۍ رامنځته کولو او له نړیوالو بنسټونو څخه د دوامدار ملاتړ ترلاسه کولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي. هغه زیاته کړه چې د روغتیايي همکاریو پیاوړتیا د افغانستان د روغتیايي نظام د وړتیا لوړولو او د خلکو د ښه صحت لپاره ژوره اړتیا ده.

له بلې خوا، د روغتیا د نړیوال سازمان او د ګیټس بنسټ استازو هم د خپلو همکاریو د دوام ژمنه وکړه او وویل چې دوی به په افغانستان کې د ګډ پلان جوړونې، د برنامو د مؤثرې پلي کولو، او د روغتیايي پروژو د پرمختګ د بهیر چټکتیا لپاره خپلې مرستې لا زیاتې کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button