روغتيامهم خبرونه

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د معروف ولسوالۍ د روغتون بشپړېدو اعلان وکړ

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د کندهار ولایت د سفر پر مهال د معروف ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو سره لیدنه کړې او د دې ولسوالۍ د روغتیايي ستونزو د حل لپاره یې د وزارت د پلانونو په اړه خبرې کړي دي.

د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، د معروف ولسوالۍ قومي مشرانو له عامې روغتیا وزارت څخه غوښتي چې د ولسوالۍ اوسېدونکو ته اړینې روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړي او خپل اندېښنې یې د درملنې د خدماتو د کمښت، په ځانګړې توګه د لرې پرتو سیمو د ستونزو په اړه څرګندې کړې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر هغوی ته ډاډ ورکړی چې د معروف ولسوالۍ د روغتیايي ستونزو حل د وزارت د کار په لومړیتوبونو کې ځای لري او لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدماتو رسونه د وزارت اساسي موخه ده.

هغه همدارنګه ویلي، د هغه روغتون کارونه چې په معروف ولسوالۍ کې د جوړېدو په حال کې دي، ډېر ژر به بشپړ او رسمي ډول خلکو ته پرانیستل شي. دا ژمنه په داسې حال کې کېږي چې د ولسوالۍ اوسېدونکي د ژمنو د عملي کېدو له ځنډ او د روغتیايي خدماتو له محدودې لاسرسي شکایت لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button