روغتيامهم خبرونه

د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست د نړۍ والې روغتیا سازمان د دودیزو درملنو ناسته کې ګډون وکړ

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست، نورجلال جلالي، د یوې رسمي سفر په ترڅ کې هندوستان ته تللی او هلته یې د نړۍ والې روغتیا سازمان د دودیزو درملنو دویمې ناستې کې ګډون کړی دی. دا ناسته د نږدې سلو هېوادونو د استازو، یو شمېر د روغتیا وزیرانو، مسلکي متخصصینو او د نړۍ والې روغتیا سازمان د بېلابېلو څانګو د مسئولینو په ګډون ترسره شوې.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د دودیز طب معیاري کولو، د دې برخې فعالو کسانو روزنې، د دودیز طب د یو واقعي روغتیايي نظام په توګه پېژندلو او د هېوادونو ترمنځ د تجربو شريکولو په موضوعاتو خبرې او نظریات تبادله شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې د افغانستان د پلاوي ګډون هدف د افغانستان په دننه کې د دودیز طب د معیاري کولو هڅه ده. وزارت زیاته کړې چې په تېرو څو لسیزو کې دا برخه په غیرمعیاري ډول، پرته له روښانه نصاب او اصولو تطبیق شوې ده.

د روغتیا وزارت په وینا، په تېرو میاشتو کې د دودیز طب د تنظیم او تنظیمولو بهیر ګړندی شوی او هڅې روانې دي چې په دې برخه کې ځانګړي چوکاټونه جوړ شي. وزارت وایي که چیرې دا هڅې په شفاف او علمي ډول پلي شي، نو د عامې روغتیا پر وضعیت به مثبت اغېز ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button