په بلخ کې د طالبانو له هدیرې د شل زره کسانو د لیدنې ادعا

د بلخ د طالبانو د ولایت ادارې ویاند ادعا کړې ده چې د کوچني اختر په ورځو کې تر شل زره ډېر کسانو د طالبانو د وژل شوو جنګیالیو له هدیرې او زیارت ځای څخه لیدنه کړې ده. دا هدیره د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ د دورې وژل شوو کسانو ته اړوند ده. حاجي زید دا شمېرې پرون په خپله د ایکس په پاڼه خپرې کړې دي.
نوموړي ویلي، دغه زیارت د ملا یوسف وفا د امر له مخې جوړ شوی چې اوس د دې ډلې د غړو او زائِرینو د راتګ ځای ګرځېدلی دی. هغه دا ځای یو زیارتي سیمې په توګه یاد کړی خو د جوړولو لګښتونو او مالي سرچینو په اړه یې څه نه دي ویلي.
د طالبانو اداره له دې وړاندې هم د پخوانیو جګړو په اړه پر خپل روایت ټینګار کړی او ادعا کوي چې د دې ډلې یو شمېر جنګیالي د ۲۰۰۱ کال له سقوط وروسته په ډلو-ډلو وژل شوي وو. د دغسې هدیرې او زیارتونو جوړول او پراخول د دې ادارې د هڅو برخه ګڼل کېږي چې غواړي د خپل رسمي روایت اهمیت روښانه کړي.
په وروستیو کلونو کې د طالبانو د ادارې لوړپوړو چارواکو د جوماتونو، دیني مدرسو او هدیرې جوړولو لپاره لومړیتوبونه او بودیجې ځانګړې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې میلیونونه افغانان تر فقر لاندې ژوند کوي یا له سخت اقتصادي فشار سره مخ دي.
منتقدان باور لري چې په اوسني اقتصادي وضعیت کې باید د مالي منابعو لومړیتوب د خلکو د معیشت د ښه والي او د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره وټاکل شي، خو شواهد ښيي چې د دغه ډول مذهبي او سمبولیکو تاسیساتو جوړول لا هم د طالبانو د ادارې په مهمو پلانونو کې ځای لري.




