د طالبانو اداره په پنجشير کې د سرو زرو زېرمو د موندنې خبر ورکړ

د طالبانو د ادارې ځايي چارواکو په پنجشير ولايت کې ويلي چې د لومړنيو سروېګانو له مخې د دغه ولايت د پريان ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې د سرو زرو مهمې زېرمو پېژندل شوې دي. د دوی په وينا، دا زېرمې شاوخوا ۳۰ کيلومتره ساحه نيسي او له اقتصادي پلوه ډېر ارزښت لري.
ځايي مسوولان زیاتوي، که د کان کیندنې بهیر پیل شي، دا کانونه کولای شي د کار نوې زمینه برابره کړي او د اقتصادي ودې لامل شي. خو د زېرمو د کره اندازې او د ارزونې د څرنګوالي تخنیکي جزیات تراوسه عام نه دي شوي.
د طالبانو د ادارې والي حافظ محمد آغا حکيم د دې موندنو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې د کان استخراج بايد په معياري، قانوني او پړاو په پړاو ډول ترسره شي. هغه زياته کړې چې ټول فعاليتونه بايد د طالبانو د ادارې د کانونو او پټروليم وزارت تر څارنې او همغږۍ لاندې وي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو مياشتو کې د کانونو برخه کې يو شمېر متخصصانو د هېواد د طبيعي سرچينو د غيرمسلکي او غيرشفاف استخراج په اړه خبرداری ورکړی دی. هغوی ټینګار کوي چې د خپلواکې څارنې او روښانه کړنلارې نشتوالی کولای شي د ملي شتمنيو د ضايع کېدو او د چاپېريال د زيان سبب شي؛ يو موضوع چې تمه کېږي د طالبانو اداره به پرې ځواب ووايي.




