اقتصادمهم خبرونه

طالبانو په پنجشېر کې د ۳۰ کیلومتره په اندازه د سرو زرو کان موندلی

د طالبانو اداره اعلان کړې چې د پنجشېر ولايت د پريان ولسوالۍ په سيمه کې يو د سرو زرو کان چې شاوخوا ۳۰ مربع کيلومتره مساحت لري، کشف شوی دی. د دې ادارې سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه کان د استخراج بهير به د معادن او نفتو رياست تر څارنې لاندې ترسره کېږي.

محمد آغا حکيم، د طالبانو د ادارې والي په پنجشېر کې، ويلي چې د کان استخراج بايد د «معياري او تخنيکي لارو» له مخې ترسره شي. د هغه په وينا، هر ډول غير معياري استخراج د منلو وړ نه دی او ټول فعاليتونه بايد د معادن او نفتو وزارت په لارښوونه او بشپړ همغږۍ سره ترسره شي.

د طالبانو د والي دفتر په پنجشېر کې ادعا کړې چې له هغو زيات تر ۳۰۰ محلي کارګرو کارونه درولي چې د پريان ولسوالۍ د تل کلي د سرو زرو په کان کې يې په غير مسلکي ډول کار کاوه. د دې دفتر په وينا، دا پرېکړه د ناقانونه استخراج د مخنيوي په هدف ترسره شوې ده.

دغه اعلان په داسې حال کې شوی چې په تېرو مياشتو کې د تخار او بدخشان ولايتونو د سرو زرو د کانونو د پراخ او صنعتي استخراج راپورونه خپاره شوي وو؛ يو بهير چې د يو شمېر محلي اوسېدونکو له اعتراضونو سره مل و. معترضان وايي له دوی څخه د کانونو اړوند کاري فرصتونه اخيستل شوي او د استخراج فعاليتونه نه يوازې د دوی اقتصادي حالت نه دی ښه کړی، بلکې د اوبو د ککړتيا او چاپېريالي زيانونو سبب هم ګرځېدلي دي.

که څه هم کانونه د افغانستان غوندې هېواد لپاره لويه اقتصادي ارزښت لري، چې ډېری طبيعي زېرمې يې لا تر اوسه نه دي کارول شوې، خو د طالبانو اداره تر اوسه د استخراج د قراردادونو جزئيات او د دغو پروژو د سپارلو څرنګوالی په شفاف ډول له خلکو سره نه دی شريک کړی؛ دا موضوع تل د شفافيت او د سيمه ييزو اوسېدونکو د ونډې په اړه له پوښتنو او اندېښنو سره مل ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button