سياستمهم خبرونه

د طالبانو د ادارې استازي د فرانسې له ديپلمات سره په دوحه کې ولیدل

د طالبانو د ادارې استازي د افغانستان لپاره په دوحه کې د فرانسې له کاردار سره وکتل او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر مهمو موضوعاتو یې خبرې وکړې. په دې ناسته کې د بهرنۍ تګلارې اقتصادي تمرکز، د روغتیایي خدمتونو وضعیت او د بېرته راستانه شوو کډوالو اړتیاوې د بحث اساسي محورونه وو.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، دواړو لورو د افغانستان او فرانسې ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو راتلونکی هم وڅېړه. دا خبرې داسې مهال ترسره کېږي چې د طالبانو اداره لاهم د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمي ډول نه ده پېژندل شوې.

څارونکي وایي، پر اقتصاد او روغتیایي خدمتونو تمرکز پرته له دې چې د بشري حقونو د ستونزو او د برابر خدمتونو د لاسرسي په اړه روڼ ځواب ورکړل شي، د نړیوالې ټولنې پراخې اندېښنې نه شي کمولای. همدارنګه، د بېرته راستانه شوو کډوالو وضعیت لاهم د روښانه پلان او عملي ملاتړ اړتیا لري.

دوحه په وروستیو کلونو کې د افغانستان د سیاسي خبرو یو له مهمو مرکزونو څخه ګرځېدلې او ډیپلوماټیک تماسونه په دې ښار کې دوام لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button