اقتصادمهم خبرونه

طالبان له بهرنيو پانګه‌والو سره د قانوني استوګنې د ورکولو طرحه ومنله

د طالبانو اداره وايي، يوه طرحه يې تصويب کړه چې له مخې به بهرنيو پانګه‌والو ته د افغانستان په بدل کې د پانګونې په صورت کې، د يو څخه تر لسو کلونو پورې قانوني استوګنه ورکول کېږي.

د طالبانو د ادارې د مرستيال وياند په وينا، دا طرحه د رئيس‌الوزرا د اقتصادي مرستيالۍ له‌خوا تصويب شوې ده، او موخه يې د بهرنيو پانګه‌والو هڅونه ده تر څو په هېواد کې اقتصادي فعاليتونه پراخ کړي.

د ورکړل شويو معلوماتو پر بنسټ، د بهرنيو پانګه‌والو د استوګنې موده له دوی د پانګونې له کچې سره مستقيمه اړیکه لري؛ يعنې هر څومره چې پانګونه زياته وي، د استوګنې موده به هم اوږده وي.

خو اقتصادي شنونکي ټينګار کوي چې د بهرنۍ پانګونې جلبول يوازې د استوګنې په ورکولو نه‌شي ممکن، بلکې د امنيت تأمين، حقوقي شفافيت او سياسي ثبات هغه بنسټيز عوامل دي چې د پانګه‌والو اعتماد رامنځته کوي؛ هغه مسایل چې په تيرو کلونو کې افغانستان ورسره له جدي ننګونو سره مخامخ و.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button