د بشر حقونو ناظر: طالبانو په هرات کې ښځې د بُرقې پر اغوستلو مجبوره کړې دي

د بشر حقونو نړېوال سازمان (Human Rights Watch) په خپل تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو اداره په هرات ولایت کې ښځې د بُرقې یا چادري پر اغوستلو مجبوروي، چې دا کار د افغان ښځو د بنسټیزو حقونو او ازادیو پر ضد یو نوی ګام ګڼل کېږي.
دا راپور چې د چارشنبې په شپه (۲۸ عقرب) خپور شوی، څرګندوي چې دغه محدودیتونه د ښځو روغتیایي خدماتو ته لاسرسی کم کړی او د هغوی ګډون د ادارو او تعلیمي چارو په برخه کې یې ستونزمن کړی دی.
د دې نړېوالې ادارې د موندنو پر بنسټ، د بُرقې پر اجباري اغوستلو دا حکم یوازې دولتي ښځینه کارکوونکي نه، بلکې د ابتداییه ښوونځیو ښوونکې ښځې هم رانغاړي، چې دا کار په رسمي ادارو کې د ښځو پر فعالیتونو نور هم محدودیتونه زیات کړي دي.
د بشر حقونو سازمان دا روان حالت د طالبانو د ښځو د کنټرولولو او عامه فضا څخه د دوی د حذفولو د سرکوبګر سیاست یوه برخه بللې او دا یې «د جنسیتي آپارتاید نوې بڼه» ګڼلې ده.
یاد سازمان د نړیوالې ټولنې له بېپروايۍ او چوپتیا سخت انتقاد کړی او له طالبانو یې د حساب ورکولو غوښتنه کړې، همداراز یې د افغان ښځو د حقونو او ازادیو بیرته احیاء لپاره بیړني اقدامات غوښتې دي.




