د غزې اوسېدونکي د ملګرو ملتونو د وروستي پرېکړهلیک له امله اندېښمن دي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د امریکا په نوښت د نړيوالې ځواکونو د استوګنې لپاره د وروستي پرېکړهلیک تر تصویب وروسته، د غزې یو شمېر اوسېدونکو اندېښنه څرګنده کړې ده او دا پرېکړهیې د بهرنیو لاسوهنو پیل بللی دی.
یاد پرېکړهلیک چې د دوشنبې په ورځ، د نومبر پر ۱۷مه صادر شوی، د څو هېوادونو د ګډو ځواکونو لپاره د غزې په سیمه کې د حضور زمینه برابروي. دا د ۲۰ مادهیز پلان عملي کولو لومړۍ مرحله بلل کېږي؛ یو پلان چې د امریکا اوسني ولسمشر، ډونالد ټرمپ، د اوربند، د اسراییل او حماس تر منځ د بندیانو تبادلې، او د غزې د بیا رغاونې لپاره وړاندې کړی دی.
یسری الغول، چې د غزې اوسېدونکې ده، له دې پرېکړې سره مخالفت کړی او وایي: “په داسې حال کې چې د فلسطین ولس له نسلوژنې سره مخ دی او نړیوال غبرګون چوپتیا غوره کړې، دا پرېکړه نه یوازې کومه مرسته نه کوي، بلکې بشري مرستې یې په سیاسي امتیاز بدل کړې دي. فلسطینیان باید له دیپلوماتیکو لارو چارو څخه ګټه واخلي، ترڅو خپله ځپل شوې هویت بېرته ترلاسه کړي.”
له بلې خوا، یو شمېر نور اوسېدونکي دا اقدامات د امریکا لاسوهنه او د فلسطین د سیاسي برخلیک ټاکلو هڅه ګڼي. مصطفی ابراهیم، چې یو بل غزې مېشتی دی، وایي: “د امنیت شورا دا پرېکړه د امریکا له خوا جبري څارنه منعکسوي او زموږ د سولې ارمان او د خپلواکې فلسطیني دولت جوړېدنې غوښتنه له پامه غورځوي. تر ټولو اندېښمنوونکی، د فلسطین او اسراییلو ترمنځ د راتلونکو خبرو په مدیریت کې د امریکا مستقيم رول دی.”
دا لومړی ځل دی چې د امنیت شورا له یوې داسې طرحې سره موافقه کوي، چې عملاً د منځګړيتوب د یوې ډلې – د ډونالد ټرمپ په مشرۍ – لپاره لاره هواروي، داسې یوه ډله چې د غزې د بیا رغونې او د انتقالي دورې د مدیریت مسوولیت هم پر غاړه لري. سره له دې چې پر دې طرحه د ‘سولې’ نښه لګول شوې، خو د فلسطینیانو له ګډون پرته په مهمو پریکړو کې، د فلسطین د خلکو او خاورې د برخلیک پر وړاندې شکونه او اندېښنې زیاتې شوې دي.




