ټولنه‌یزمهم خبرونه

طالبانو په خوست کې پر ۳۴ کسانو د درو وهلو سزا عملي کړې

د طالبانو اداره په خوست ولایت کې اعلان کړی چې د یکشنبې په ورځ، د قوس د میاشتې په ۱۶مه نېټه، یې د ۳۴ کسانو پر ضد د درو وهلو حکم د خلکو په مخ کې عملي کړی دی. د دې ادارې اړوند چارواکو ویلي، یاده شوې کسان د نشه‌یي موادو د پیر او پلور او درغلیو په تور نیول شوي وو او د طالبانو د محکمې د پرېکړې له مخې، دوی ته له لسو تر ۳۹ پورې د درو وهلو سزا ورکړل شوې ده.

د طالبانو د سترې محکمې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې سربېره پر دې سزا، د هر یوه لپاره یې له یوه کال تر اووه کاله تنفیذي بند هم ټاکل شوی دی. دغه سزا د طالبانو د ادارې د سیمه‌ییزو چارواکو او د خوست د یو شمېر اوسېدونکو په شتون کې عملي شوې ده.

له هغه وخت راهیسې چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، په علني ډول د سزاوو تطبیق، لکه د خلکو په مخ کې د درو وهل او اعدامونه، د دې ډلې د جزایي پالیسیو یوه برخه ګرځېدلې ده. د بشري حقونو سازمانونو بیا بیا دغه اقدامات د انساني کرامت څرګند نقض بللي او دا یې له عصري عدلي او حقوقي معیارونو سره په ټکر کې ګڼلي دي.

یو شمېر د خوست اوسیدونکو له ځایي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د خلکو جبري حضور په دې ډول مراسمو کې، د وېرې او بې‌باورۍ فضا رامنځته کړې ده. څارونکي باور لري چې له شفافې څېړنې پرته د دا ډول سزاوو دوام، د طالبانو د عدلي نظام د عملکرد په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button