اقتصادمهم خبرونه

د طالبانو حکومت د کبانو د روزنې د سکتور د پراختیا طرحه ومنله

د طالبانو د حکومت اقتصادي کمېسیون د ملا عبدالغني برادر، د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، په مشرۍ ناسته کې د کبانو د روزنې د سکتور د پراختیا طرحه تصویب کړې ده. د دې طرحې له مخې، د خصوصي سکتور په پانګونه به په هېواد کې زرګونه د کبانو د روزنې فارمونه جوړ شي.

د حمدالله فطرت، د طالبانو د حکومت د مرستیال ویاند، د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په دې طرحه کې د ۷۷۰۰ کوچنیو، منځنیو او لویو فارمونو د جوړولو پلان شامل دی چې شاوخوا ۶۵۰۰ هکټاره ځمکه به په کې استفاده شي. ویل شوي چې د دې پروګرام موخه د کورني تولید زیاتوالی او د اوبو پورې اړوند اقتصادي فعالیتونو پراخول دي.

په همدې ناسته کې د زراعت او مالدارۍ د سکتور د پراختیا ملي تګلاره هم تایید شوه. د ورکړل شوو څرګندونو له مخې، د کرنې میکانیزه کول، د زراعت، اوبه خورۍ او مالدارۍ په برخو کې د څېړنو او ترویج سیسټمونو پیاوړتیا، او د اوبه خورۍ د سیستمونو ښه مدیریت د دې تګلارې اصلي برخې جوړوي.

همدارنګه، د زراعت، اوبه خورۍ او مالدارۍ په برخو کې د پانګونې ملاتړ، او خلکو ته د لوړ کیفیت کرنیزو او حیواني محصولاتو د لاسرسي زمینه برابرول د یادې تګلارې له نورو موخو څخه دي. خو د اقتصاد کارپوهان ټینګار کوي چې د دغسې طرحو بریا د شفافیت، د پانګونې د امنیت تأمین او د عملي بنسټونو د موجودیت پورې تړلې ده؛ هغه ستونزې چې په وروستیو کلونو کې لا هم یوه ننګوونکې موضوع پاتې شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button