اقتصادمهم خبرونه

د طالبانو د مالیې معین د هند له پانګه‌والو سره د افغانستان د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې

عبدالمتین سعید، چې د طالبانو تر ادارې لاندې د مالیې وزارت د ګمرکاتو او عوایدو معین دی، د یوه لړ هندي پانګه‌والو سره د افغانستان کې د پانګونې پر موجودو فرصتونو خبرې کړې دي.

د مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي سعید ادعا کړې چې د طالبانو اداره د صنعتکارانو او سوداګرو لپاره یو لړ اسانتیاوې برابرې کړي دي او هڅې دوام لري چې په اقتصادي برخو کې نورې اسانتیاوې هم رامنځته شي. نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان او هندوستان تر منځ اړیکې، په ځانګړي ډول په سوداګرۍ او پانګونه کې، پراخېږي.

په دې لیدنه کې هندي پانګه‌والو چمتووالی ښودلی چې په انساني، حیواني او کرنیزو درملو د تولید، کرنه او کانونو کې د عصري ټکنالوژۍ د کارولو، او د افغان کدرونو د ظرفیت لوړولو په پروګرامونو کې پانګونه وکړي.

د مالیې وزارت مسؤلین وایي، د یادو پانګونو عملي کېدل کولی شي د کار فرصتونه برابر کړي، تخنیکي پوهه انتقال کړي او د هېواد اقتصادي وده پیاوړې کړي. خو اقتصادي کارپوهان ټینګار کوي چې د دا ډول ژمنو د عملي کېدو لپاره ثبات، شفافیت او د پانګونې لپاره د یو خوندي چاپېریال عملي تضمین ته اړتیا ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button