په کندز کې د طالبانو دوه وسلوال وژل شوي، ادعا جبهه آزادي کوي

د افغانستان د جبهه آزادی ډلې په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د جمعې په شپه د کندز ښار پر جلبوجذب مرکز باندې د دوی د وسلوالو برید په ترڅ کې دوه تنه طالبان وژل شوي، چې پهکې یو تن «قاري عبیده» نومې کس هم شامل دی، او د طالبانو له محلي قوماندانانو څخه بلل شوی دی. د اعلامیې له مخې، په دې برید کې درې نور طالبان ټپیان شوي هم دي.
په یاده اعلامیه کې راغلي چې دغه عملیات د طالبانو اړوند بنسټونو پر ضد ترسره شوي او موخه یې د دوی ادارو ته زیان رسول وو. تر اوسه پورې بېطرفه سرچینو دا ادعا نه ده تأیید کړې.
د یادونې وړ ده چې جبهه آزادی په وروستیو میاشتو کې د هېواد په شمالي ولایتونو کې د ورته بریدونو راپورونه ورکړي، چې له جملې یې د فاریاب ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست پر ودانۍ برید مسوولیت هم په غاړه اخیستی و.
له بلهپلوه، د ملي مقاومت جبهې هم تیره اونۍ اعلان کړی و چې په پنجشیر کې یې د طالبانو ۱۷ نور وسلوال وژلي دي. د دې ډول تحرکاتو زیاتوالی د طالبانو د ادارې پر ضد د عامه نارضایتۍ او وسلوال مخالفت دوام څرګندوي؛ خو طالبان دا ادعاوې تل رد کړي دي.




