د طالبانو د حکومت له خوا د استانبول د ناکامو خبرو سفارتونو ته وضاحت ورکړل شو

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت معین ډاکټر محمد نعیم پرون د کابل مېشتو بهرنیو دیپلوماتانو سره د وروستي ناکام استانبول کنفرانس په اړه خبرې وکړې.
ډاکټر نعیم وویل، په دې خبرو اترو کې د پاکستاني پلاوي له لوري داسې غوښتنې مطرح شوې وې چې د طالبانو د حکومت په باور، نه عملي کېدونکي وې او نه هم د واقعیتونو پر بنسټ ولاړې وې. نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان د امنیتي ستونزو افغانستان ته منسوبول دا ښيي چې د پاکستان په اردو او امنیتي ادارو کې داسې کړۍ شته چې د خبرو له لارې د ستونزو حل ته لیوال نه دي.
هغه وویل، سره له دې چې نړیوال منځګړي د خبرو د پرمختګ لپاره هڅه وکړه، خو د پاکستان له لوري د همکارۍ روحيې نشتون او غیرمسؤلانه چلند د دې لامل شو چې دغه خبرې بې پایلې پاتې شي. د ډاکټر نعیم په وینا، د طالبانو حکومت ښه نیت ښودلی، خو د پاکستان لوري ناهماهنګي د پرمختګ مخه نیولې ده.
نوموړي ټینګار وکړ که پاکستان په خپل دریځ بیاکتنه وکړي او معقوله غوښتنې وړاندې کړي، نو د طالبانو اداره چمتو ده چې د شخړو د کمولو لپاره ديپلوماتيک حل پیدا کړي. سره له دې، لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې په بنبست کې دي او د پولهیزو ترینګلتیاوو د زیاتېدو اندېښنې موجودې دي.




