د طالبانو د ارشاد وزیر د بلخ له روضې مبارکې او پراختیايي پروژو لیدنه وکړه

د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، شیخ نورمحمد ثاقب، په یوه رسمي سفر کې د بلخ ولایت یو شمېر دیني، کلتوري او زیربنایي سیمې لیدلي دي.
د ارشاد، حج او اوقافو ریاست ویلي، چې ښاغلي ثاقب په دغه سفر کې له هغې برخې څخه لیدنه کړې چې د بلخ د روضې مبارکه د وروستي زلزلې له امله زیانمنه شوې وه، او له ځایي مسوولینو سره یې د دې تاریخي ځای د معیاري بیارغونې او ارزښتونو د ساتنې په اړه سپارښتنې شریکې کړي دي. روضه مبارکه د بلخ ولایت له مهمو دیني او تاریخي نښو څخه ګڼل کېږي، او د دې ځای زیانمنېدل د خلکو اندېښنې راپارولي دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د ارشاد وزیر همداراز د بلخ ولایت تاریخي موزیم، کتابتون او د لرغونو آثارو د ترمیم لابراتوار هم لیدلي او د لرغونو آثارو د ساتنې وضعیت یې ارزولی دی.
په همدې سفر کې، شیخ نورمحمد ثاقب د قوشتیپې کانال له سر بند څخه هم لیدنه کړې او دغه پروژه یې د هېواد د اقتصادي ودې او د خوړو تامین لپاره مهمه بللې ده. نوموړي ویلي چې د کانال له بشپړېدو سره، د غنمو په برخه کې د هېواد ځان بسیا کېدل ممکن دي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ډېر اوسېدونکي او کارپوهان د طالبانو له حکومته د اوبو د سرچینو د عادلانه مدیریت، شفافیت او د دا ډول لویو پروژو پر ټولنیزو اغېزو د پام کولو غوښتنه کوي.




