سياستمهم خبرونه

د طالبانو د ارشاد وزیر له سهیل شاهین سره قطر کې ولیدل

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب د قطر د سفر پر مهال د دغه هېواد له‌پاره د طالبانو له سیاسي استازي سهیل شاهین سره کتلي دي او د دوی په وینا، د دیني او فرهنګي همکاریو د پراخېدو په تړاو یې بحثونه کړي دي.

د طالبانو د ارشاد وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ثاقب د طالبانو د پخواني سیاسي دفتر له کړنو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې یاد دفتر د طالبانو د نړیوال معرفي په برخه کې مهم رول لوبولی دی. نوموړي ادعا کړې چې په دوحه کې د طالبانو د سفارت پرانیستل د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د نوو اړیکو پیل ښيي او بېلابېلو برخو کې پرمختګونه تر لاسه شوي دي.

دغه ادعاوې داسې مهال مطرح کېږي چې د طالبانو اداره تر اوسه د نړۍ له‌خوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې، او د دوی پر کړنو، په ځانګړي ډول د بشري حقونو، فردي آزادي‌ګانو او ټول‌ګډونه سیاسي مشارکت په اړه نیوکې روانې دي.

ثاقب دا هم ویلي چې د طالبانو سفارت توانېدلی، چې د ده په خبره، د دې ادارې «واقعیتونه» نړیوالو ته ور وپېژني او طالبان یې د یو سولې غوښتونکي نظام په توګه معرفي کړي. دا په داسې حال کې ده چې نړیوال سازمانونه او د بشري حقونو بنسټونه پر طالبانو د ښځو د حقونو پراخو نقضونو، د رسنیو د ځپلو او د مخالفینو د حذف له امله ژوره اندېښنه ښودلې ده.

سهیل شاهین هم د قطر د اوقافو وزارت له‌خوا د ژمنو شویو همکاریو یادونه کړې او ویلي یې دي چې قطر ښايي د جوماتونو د بیارغونې، فرشونو او دیني سامان تجهیز او د قرآنونو وېش په برخو کې ملاتړ وکړي؛ خو د دغو همکاریو د نېټې یا څرنګوالي په اړه کوم جزئیات نه‌دي خپاره شوي.

د قطر او طالبانو ترمنځ اړیکې اوږده مخینه لري. قطر د هغو نادرو هېوادونو له ډلې دی، چې د طالبانو د سیاسي دفتر لپاره یې کوربه‌توب کړی، دواړه د جمهوري نظام تر سقوط مخکې او وروسته هم دا اړیکې ساتلې دي. سره له دې، اوسني تعاملات داسې مهال روان دي چې لا هم د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رسمي تعامل راتلونکی روښانه نه دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button