د طالبان ادارې د پوهنتونونو په علمي معیارونو د پابندۍ ټینګار وکړ

د طالبانو د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ابنسینا خصوصي پوهنتون له مسوولینو سره د ناستې پر مهال وویل چې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه مکلف دي چې د لوړ کیفیت علمي خدمات وړاندې کړي او د ټاکل شويو معیارونو پابندي وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې دا معیارونه باید په ټولو تعلیمي برخو کې عملي شي، ترڅو د هېواد د لوړو زدهکړو بهیر منظم او د اعلان شويو چوکاټونو له مخې پرمخ ولاړ شي. حنفي ټینګار وکړ چې د طالبانو اداره د زدهکړو پراختیا خپله لومړیتوب ګڼي.
په همدې ناسته کې د ابنسینا پوهنتون مسوولینو په عصري علمي او تحقیقي معیارونو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د تحصیلي مرکزونو او مسوولو ادارو ترمنځ همغږي کولای شي د زدهکړې کیفیت ته وده ورکړي.
خو یو شمېر تعلیمي شنونکي باور لري چې یواځې په لفظي توګه د علمي معیارونو یادونه هغه مهال اغېزمنه تمامېږي چې د تعلیم لپاره خلاص چاپېریال، د وګړو لپاره مساوي لاسرسی او د تحصیلي بنسټونو عملي ملاتړ ورسره مل وي؛ هغه مسئله چې تر اوسه له جدي پوښتنو او ننګونو سره مخ ده.




