د طالبانو ادارې د ۲۵۰ ميليونه ډالرو اختلاس د محرمان سند افشا شو

امرالله صالح، د افغانستان د پخواني جمهوررييس مرستيال، وايي يو محرم داخلي سند ښيي چې شاوخوا ۲۵۰ ميليونه ډالر د طالبانو له خوا د استخراجاتي صنايعو له عايداتو څخه غلا شوي دي. د هغه په وينا، دا سند چې ۲۰ مخه لري، د طالبانو د داخلي پلټنې پايله ده.
صالح ادعا کړې چې دا پيسې د ملا هبتالله، د طالبانو د مشر، اړوند کړيو او د دغه ډلې د يو شمېر مهمو غړو له خوا اختلاس شوې دي. نوموړي د سند له محتوا څخه نور جزئيات نه دي خپاره کړي، خو ټينګار يې کړی چې دغه راپور د هېواد د طبيعي زېرمو په مديريت کې د پراخ فساد څرګندونه کوي.
د هغه د څرګندونو له مخې، دا پيسې يوازې د استخراجاتي سکتور پورې اړه لري؛ هغه برخه چې په وروستيو کلونو کې د طالبانو د ادارې د مهمو عايداتي سرچينو له ډلې څخه ده. د افغانستان معادن او زېرزمينۍ سرچينې د عامه شتمنيو په توګه ګڼل کېږي او هر ډول ناوړه ګټهاخيستنه ترې د هېوادوالو لپاره جدي اقتصادي پايلې لرلی شي.
تر اوسه د طالبانو اداره د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. په داسې حال کې چې مالي شفافيت او ځوابويونه د افغانانو او د نړيوالې ټولنې له مهمو غوښتنو څخه شمېرل کېږي، د دې ډول راپورونو خپرېدل د ملي عايداتو د مديريت په اړه اندېښنې زياتوي.
امرالله صالح ويلي، هغه کسان چې د اصلي سند د متن ترلاسه کولو غوښتنه لري، کولی شي له “روند سبز افغانستان” (AGT) ادارې سره اړيکه ونيسي.




