سياستمهم خبرونه

د طالبانو د سفارت سرپرست د يوناما د دفتر له مشر سره په تهران کې وليدل

مولوي فضل‌محمد حقاني، چې په تهران کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د سفارت سرپرست دی، د ملګرو ملتونو د مرستو د ماموریت (يوناما) د رابط دفتر له مشر بوجيدار ديميتروف سره ليدنه او خبرې کړې دي. د سفارت د معلوماتو له مخې، د دې ناستې اصلي محور د دواړو لوريو ترمنځ د همکاريو پياوړتيا بلل شوې ده.

د افغانستان سفارت په تهران کې ويلي، په دې ليدنه کې دواړو لوريو د متقابل تعامل د پراخېدو او د همغږيو د دوام پر اړتيا ټينګار کړی دی. د دې خبرو د ځانګړو جزياتو په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، بوجيدار ديميتروف د افغانستان د زېربناوو پرمختګونه او له ګاونډيانو سره د دې هېواد د اړيکو ټينګښت ارزښتناک بللی دی.

دا ليدنه داسې مهال ترسره کېږي چې د طالبانو اداره تر اوسه د ډېرو هېوادونو له لوري په رسميت نه ده پېژندل شوې، او د نړيوالو بنسټونو تعامل ورسره زياتره د بشرپالنې د ماموريتونو او تخنيکي همغږۍ په چوکاټ کې کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button