د طالبانو اداره د نړيوالو بنسټونو د زده کړې راپورونه ناسم وبلل

د طالبانو د معارف وزارت وايي، د يو شمېر نړيوالو بنسټونو هغه راپورونه چې د افغانستان د زده کړې او روزنې د حالت په اړه خپاره شوي، له موجودو واقعيتونو سره سمون نه لري. د دې وزارت وياند، قاري منصوراحمد حمزه، ادعا کوي چې د طالبانو د واکمنۍ له پيل راهيسې د زده کړو بنسټونو د کيفيت د لوړولو لپاره جدي پام شوی دی.
حمزه وايي، په تېرو څلورو کلونو کې په هغو سيمو کې چې له دې وړاندې د رسمي زده کړو هېڅ نښه نه وه، اوس تعليمي مرکزونه فعال شوي او زده کونکو ته د ده په وينا “روغ تعليمي چاپېريال” برابر شوی دی. نوموړي ټينګار وکړ چې دا اقدامات د طالبانو د ادارې د يو لړ پروګرامونو برخه ده چې هدف يې په ټول هېواد کې د زده کړو پياوړتيا ده.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ګڼ شمېر نړيوال بنسټونه او د زده کړې د حق د ملاتړ سازمانونه د پراخ محدوديتونو، په ځانګړي ډول د نجونو د منځنۍ او لوړې زده کړې ته د لاسرسي په برخه کې، اندېښنه ښيي. منتقدان وايي، د عمومي ادعاوو تکرار پرته له دې چې دغو اندېښنو ته روښانه ځواب ورکړل شي، د هېواد د زده کړو اصلي حالت نه شي روښانولی.
که څه هم د طالبانو اداره د تعليمي مرکزونو د پراختيا خبره کوي، خو خپلواکو ناظرينو غوښتنه کړې چې د کره معلوماتو وړاندې کول، د بېطرفه بنسټونو ته د تعليمي سيمو د لاسرسي اجازه او د محدوديتونو رفع کول ضروري دي، تر څو د افغانستان د زده کړو د وضیعت دقيق ارزونه ممکنه شي.




