د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

د طالبانو د اقتصاد او کډوالو وزارتونو د کډوالو د مرستو څرنګوالي په اړه خبرې وکړې

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر، مولوي عبدالکبیر، د دې ادارې د اقتصاد وزارت له سرپرست وزیر قاري دین‌محمد حنیف سره په کابل کې کتلي دي. په یاده غونډه کې چې د طالبانو د ادارې استازی په قطر، محمد سهیل شاهین هم حاضر و، د افغانستاني کډوالو لپاره د مرستو جذب او وېش اړوند مسایل څېړل شوي دي.

د کډوالو وزارت له خوا خپاره شوي معلومات ښيي چې د طالبانو د اقتصاد وزیر ویلي، د طالبانو د ادارې د عالي کمېسیون په چوکاټ کې یوه کمېټه جوړه شوې، څو د کډوالو لپاره مرستې راټولې کړي. دغه کمېټه د روان میلادي کال په ترڅ کې له سوداګرو، ملي او نړیوالو بنسټونو او د مرستو رسولو موسسو سره غونډې کړې دي.

د حنیف په وینا، یاده کمېټه له افغانستان بهر د مرستو د راجلب لپاره یو طرزالعمل جوړ کړی، چې د هغه په باور مثبتې پایلې لرلی شي. نوموړي دا هم ادعا کړې چې روان کال کې سوداګرو او خیریه ټولنو تر اوسه شاوخوا ۱۵ میلیون ډالر او لس میلیون افغانۍ د وسایلو، توکو او نغدو پیسو په بڼه له کډوالو سره مرسته کړې، چې ګواکې د اقتصاد وزارت له همغږي سره اړو کسانو ته وېشل شوي.

نوموړي زیاته کړې چې د هېواد د وروستیو زلزلو له امله، موسسو او اشخاصو د ۱۳ میلیون ډالرو او یو میلیون افغانیو مرستو توکي برابر کړي او اغېزمنو سیمو ته لېږل شوي دي.

د غونډې په پای کې، مولوي عبدالکبیر د اقتصاد وزارت او د طالبانو د ادارې د قطر دفتر هڅې وستایلې او ادعا یې وکړه چې له عربي هېوادونو څخه کډوالو ته کافي مرستې رسېدلي دي. هغه هیله وښوده چې د کډوالو او بې‌ځایه شویو پاتې ستونزې به ژر حل شي.

سره له دې چې د طالبانو اداره ډیرو مواردو کې د نړیوالو مرستو د جلب ملاتړ کړی، خو د دغو مرستو د مدیریت شفافیت نشتوالی او د رسنیو او خپلواکو بنسټونو د لاس‌رسی محدودیت د اندېښنو سبب شوی. د بشري حقونو بنسټونو بیا بیا د افغانستاني کډوالو د ستونزمن وضعیت او له بې‌ځایه شویو سره د طالبانو د چلند پر څرنګوالي اندېښنه ښودلې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button