د طالبانو د اقتصاد وزیر: د بېرته ستنو شویو ستونزو حل د ادارې اساسي لومړیتوب دی

د طالبانو د اقتصاد وزیر وایي چې د افغانستان د بېرته ستنو شویو وګړو د ستونزو حل د دې ادارې له مهمو لومړیتوبونو څخه دی او همکاره بنسټونه باید په دې برخه کې زیاته پاملرنه وکړي.
د اقتصاد ریاست ویلي، قاري دینمحمد حنیف د کاتولیکو د مرستندویو خدمتونو د سازمان (CRS) له مشر شان کالاهان سره په لیدنه کې د بشري مرستو د دوام، د اقتصادي ستونزو د حل اغېزمنو لارو چارو او د بېرته ستنو شویو لپاره د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې کړې دي.
د حنیف په وینا، هغه استوګنيزې ښارګوټۍ چې د بېرته ستنو شویو لپاره ځانګړې شوې دي، له جدي عامه خدماتي کمښت سره مخ دي، او د څښاک پاکې اوبه، سرپناه، روغتیايي کلینیکونه، ښوونځي او نور ټولنیز خدمات د دغو سیمو بنسټیزې اړتیاوې دي.
نوموړي ټینګار کړی چې همکار بنسټونه باید د بېرته ستنو شویو ښارګوټیو د عامه خدماتو د بنسټي جوړښتونو پر پراختیا زیات تمرکز وکړي او د مسلکي زدکړو او د کارموندنې د پروژو په پلي کولو سره د اړتیا وړ خلکو اقتصادي او معیشتي حالت ښه کړي.
د اقتصاد وزیر له یاد سازمانه هم غوښتي چې د عاجلو بشري مرستو تر څنګ د پرمختیايي پروژو پلي کول هم د خپلو کاري لومړیتوبونو په سر کې کېږدي.
حنیف د پروګرامونو په پلي کولو کې شفافیت او د انکشافي بهیر توازن مهم بللی او ټینګار یې کړی چې دا پروژې باید په ټولو برخو کې په توازن سره عملي شي.




