اقتصادمهم خبرونه

د طالبانو د اقتصاد وزیر د ایران له شارژدافیر سره د اقتصادي پراخېدو پر لارو چارو خبرې وکړې

د طالبانو د حکومت د اقتصاد سرپرست وزیر، قاري دین‌محمد حنیف، پرون په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له شارژدافیر، علي‌رضا بیکدلي، سره وکتل او دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراخېدو او په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت د ښه‌والي په اړه خبرې وکړې.

د دې وزارت د رسمي خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو خواوو د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د پانګونې فرصتونو، د ایران له لوري له افغانستان سره د بشري مرستو او همداراز له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکو کډوالو د وضعیت په اړه بحث او خبرې وکړې.

قاري حنیف، بیکدلي ته د افغانستان د اقتصادي وضعیت یو مثبت انځور وړاندې کړ او مدعي شو چې د پانګونې او پرمختیا لپاره په بېلابېلو برخو کې مناسب شرایط برابر شوي دي. نوموړي همداراز د اسلامي جمهوري ایران له خوا د اقتصادي همکارۍ او بشري مرستو له امله د مننې څرګندونه هم وکړه.

له بلې خوا، د ایران ډیپلومات استازي ادعا وکړه چې له طالبانو سره د ایران اقتصادي همکارۍ په پراخېدو دي. هغه د طالبانو ځینې اقدامات، لکه د اقتصادي بنسټونو تمرکز، د پیسو مدیریت او د خصوصي سکتور ملاتړ، د مؤثرو پالیسیو په توګه یاد کړل.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو اداره په نړیواله کچه له ډیپلوماتیکې انزوا سره مخ ده او تر اوسه یې هېڅ مشروع دولت رسميت نه دی ورکړی. همداراز، د افغانستان د وګړو وضعیت، په ځانګړې توګه په ایران کې د افغان کډوالو حالت، د اندېښنې وړ بلل شوی او بشري مرستې هم ډېرې سوکه پر مخ روانې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button