اقتصادمهم خبرونه

د طالبانو اقتصادي کمیسیون د عوایدو د زیاتوالي طرحه او د اوبو رسونې څو پروژې تصویب کړې

د طالبانو د حکومت اقتصادي کمیسیون چې مشري یې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کوي، د مالیې وزارت هغه طرحه تصویب کړه چې موخه یې د عوایدو زیاتول دي. د دې طرحې له مخې اټکل کېږي چې د طالبانو د ادارې بودجه په اوږدمهاله توګه شاوخوا ۶۰ میلیارده افغانۍ زیاته شي.

د اقتصادي مرستیال د مطبوعاتي خبرپاڼې له مخې، دغه عواید به د بېلابېلو برخو له‌پاره د نوو عایداتي سرچینو له لارې ترلاسه شي. خو د دې عوایدو د برابرولو څرنګوالی او د هغې اغېز پر اوسېدونکو او خصوصي سکتور لا نه‌دی روښانه شوی، هغه خبره چې تل د مالي فشارونو د زیاتېدو په اړه اندېښنې رامنځته کوي.

په همدې ناسته کې د ملي معیار او کیفیت ادارې له‌خوا ۱۲ کورني معیارونه او ۱۱ د ازموینې طریقې هم تایید شوې چې په کې د ساختماني موادو، برېښنايي وسایلو، طبي تجهیزاتو، منسوجاتو، پلاستیک، شیدو، خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو برخې شاملې دي.

د اقتصادي کمیسیون په غونډه کې همدارنګه د پنجشیر څخه کابل ته د پایپ‌لاین له لارې د اوبو د انتقال پروژه هم تصویب شوه او سپارښتنه وشوه چې د سروې او ډیزاین لپاره یې ځانګړې بودجه وټاکل شي. پنجشیر د کابل په شمال ختیځ کې موقعیت لري او د دې سیمې د اوبو کابل ته د انتقال موضوع له کلونو راهیسې مطرح ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې اړوندو ادارو ته دنده ورکړل شوې، څو د (MDP) د اوبو رسونې د پاتې کارونو د بشپړولو، له شاه او عروس بند څخه د اوبو د انتقال او د کابل ښار د نویو اوبو رسونې پروژو د سروې او ډیزاین لپاره ځانګړې بودجه او عملي اقدامات ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو اداره د عوایدو د زیاتوالي او بنسټیزو پروژو د پراختیا خبره کوي، خو وګړي څو ځله د مالي شفافيت له نشتوالي او د عامه عوایدو د لګښت له څرنګوالي شکایتونه کړي او د بودجې د سرچینو او مصارفو په اړه یې روڼ ځواب غوښت کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button