اقتصادمهم خبرونه

د طالبانو اقتصادي کمېسیون د کرنې او مالدارۍ د ملي پراختیا پالیسي ومنله

د طالبانو د ادارې اقتصادي کمېسیون د ملا عبدالغني برادر، د دې ادارې اقتصادي مرستیال، په مشرۍ غونډه کې د کرنې او مالدارۍ د برخې د ملي پراختیا پالیسي تصویب کړه. په دې غونډه کې د یادې پالیسۍ اصلي موخې د کرنې او مالدارۍ میکانیزه کول، د کرنې، مالدارۍ او اوبه‌لګولو د څېړنې او ترویج سیسټمونو پیاوړتیا، د اوبه‌لګولو شبکو ښه مدیریت، د پانګونې ملاتړ او د هېواد اوسېدونکو ته د معیاري کرنیزو او حیواني محصولاتو د لاسرسي تضمین ښودل شوي دي.

د اقتصادي مرستیال د دفتر له خوا خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا پالیسي هڅه کوي چې د کرنې او مالدارۍ سکتورونو د دوامدارې ودې لپاره یو منظم چوکاټ رامنځته کړي؛ هغه سکتورونه چې د هېواد د خلکو د ژوند زیاتره برخه پرې تړلې ده.

په همدې غونډه کې د د کب نیونې او روزنې د سکتور د پراختیا طرحه هم تایید شوه. د دې طرحې له مخې، د خصوصي سکتور په پانګونه به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ۶۵۰۰ هکتاره ځمکې په ساحه کې ۷۷۰۰ کوچني، منځني او لوی مرکزونه د کب روزنې او تولید لپاره جوړ شي.

د سرچینې په وینا، د دې پروژې پلي کېدل به ۵۰ زره کسانو ته دایمي کار زمینه برابره کړي او ۲۵۰ زره نورو ته به غیرمستقیم فرصتونه رامنځته کړي. که دا طرحه په شفاف او عملي ډول تطبیق شي، کولای شي د ګڼ شمېر کورنیو پر اقتصادي او معیشتي وضعیت مثبت اغېز وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button