د طالبانو په جزايي اصولنامه کې د نشهيي موادو لپاره سختې سزاګانې ټاکل شوي

د طالبانو د نوې جزايي اصولنامې له مخې، د نشهيي موادو کاروونکو ته ځانګړې سزاګانې، له هغې ډلې تر شپږو مياشتو حبس پورې، د روږدي حالت په پام کې نيولو سره ټاکل شوي دي. په دغه سند کې د طالبانو د لومړنۍ محکمې پرېکړه په نشهيي موادو اړوند قضیو کې وروستۍ بلل شوې او متهمانو ته د استيناف غوښتنې حق نه دی ورکړل شوی.
په دې اصولنامه کې د نشهيي موادو پلورونکو ته د يو تر اوو کلونو پورې د بند سزا ټاکل شوې ده. همدارنګه د موادو يو لېست ورکړل شوی چې پکې هيورېن، ترياک، چرس، «کا» تابليټ، شراب، ټريمادول او ځينې نور مواد شامل دي، او د هر يو لپاره بېلابېلې سزاګانې ټاکل شوې دي.
د اصولنامې يوه لويه برخه د نشهيي موادو د کر او ساتلو له مجازاتو سره تړاو لري. د بېلګې په توګه، د نيم جريب کوکنارو او بنګ کرلو لپاره د شپږو مياشتو تر يو کال پورې د بند سزا ټاکل شوې ده، او د ځمکې اندازه د جزا په ټاکنه کې اغېز لري.
د دغه سند له مخې، که د يوه شخص له نزدې تر پنځه ګرامه پورې نشهيي مواد ترلاسه شي، يو کال حبس ټاکل شوی؛ له پنځو تر دېرش ګرامه پورې، دوه کاله؛ له دېرش تر سلو ګرامه پورې، دوه نيم کاله؛ او که له سلو ګرامو ډېر مواد ترلاسه شي، د هر ۱۰۰ ګرامه موادو په بدل کې شپږ مياشتې حبس زياتېږي. خو د بند اعظمي موده په ټولو مواردو کې اوه کاله ټاکل شوې ده.
د استيناف غوښتنې د حق لغوه کول او د لومړنۍ محکمې پرېکړه وروستۍ بلل، د عادلانه قضايي بهير د نقض په اړه اندېښنې زياتې کړي دي؛ داسې موضوع چې د متهمانو حقوقو ته جدي ګواښ پېښولی شي او د سزاګانو د تطبيق پر مهال د ناوړه استفادې زمينه برابروي.
په ورته مهال، د ملګرو ملتونو د نشهيي موادو او جرمونو د ادارې تازه راپور ښيي چې په افغانستان کې د نشهيي موادو د کارونې بڼه بدلېږي او له دوديزو موادو څخه مصنوعي نشهيي موادو او طبي درملو ته د کارونې لور ته روانه ده. د دې ادارې د شمېرو له مخې، ۴۶ سلنه کاروونکي له چرسو، ۱۹ سلنه له ترياکو، ۱۱ سلنه له «کا» تابليټونو او اووه سلنه له مېتامفيتامين څخه استفاده کوي.




