د طالبانو د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې ادعا؛ کښت او قاچاق يې صفر شوی؟

شیخ محمد قاسم خالد، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مرستیال دی، له سهیل شاهین، په قطر کې د طالبانو له استازي سره د یوې لیدنې پر مهال ادعا کړې چې په افغانستان کې د مخدره موادو کښت، خرڅلاو او قاچاق په بشپړه توګه بند شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري خپره شوې خبرپاڼه وایي چې دا لیدنه د ښاغلي شاهین په دفتر کې ترسره شوې او پکې ښاغلي خالد د خپل ریاست لاس ته راوړنې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې په برخه کې وړاندې کړې دي.
هغه ویلي، د طالبانو اداره هڅې کوي تر څو د مخدره موادو قاچاق، تولید او استعمال له منځه یوسي.
په همدې لیدنه کې سهیل شاهین هم ویلي، د طالبانو له لوري د مخدره موادو پر ضد مبارزه جدي ده، او اوس وخت رارسېدلی چې نړیواله ټولنه له دوی سره د معتادانو د درملنې او کروندګرو ته د بدیل معیشت برابرولو په برخو کې همکاري وکړي. هغه ادعا کړې چې دا مبارزه په نړیوالو غونډو کې هم ستایل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو ادارې تازه راپور ښیي چې په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله یو ځل بیا په ځینو سیمو کې زیاته شوې ده. د راپور له مخې، له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو د بېرته راتګ، د کار امکاناتو نشتوالی او پراخ فقر هغه عوامل دي چې کروندګر یې د مخدره موادو کر ته هڅولي دي.
سره له دې چې د طالبانو د ادارې چارواکي دغه ډول څرګندونې کوي، د مخدره موادو پر ضد د نړیوالو کارپوهانو په باور، د ازادو رسنیو لاسرسي کمښت او د یو خپلواک نظارت نه شتون د وضعیت د کره ارزونې مخه نیولې ده. شنونکي ټینګار کوي چې تر اوسه د طالبانو ادارې کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل معیشت لپاره جامع حللاره نه ده وړاندې کړې.




