طالبانو اداره: هېواد کې له ۳۸۲ زرو زیاتې برېښنايي تذکرې وېشل شوي

د طالبانو تر ولکې لاندې د احصایې او معلوماتو اداره وايي، د سږ کال د میزان او عقرب میاشتو په موده کې ټولټال ۳۸۲ زره او ۷۴ برېښنايي تذکرې وېشل شوي دي. د دغو تذکرو له ډلې ۲۲ زره او ۱۲۵ یې د یادې ادارې د وېش وروسته د خدماتو له لارې صادره شوي دي.
د خپرو شوو شمېرو له مخې، کابل هغه ولایت دی چې پکې تر ټولو ډېرې برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي. د یادې مودې په ترڅ کې، له ۷۱ زره زیاتو کابل مېشتو ته تذکرې ورکړل شوي دي.
تر کابل وروسته، هرات ولایت کې له ۵۲ زره زیاتې، کندهار کې نږدې ۲۱ زره، ننګرهار کې له ۲۰ زره زیاتې او کندز کې شاوخوا ۱۵ زره برېښنايي تذکرې وېشل شوي دي.
طالبان وایي، دا مهال په ټول هېواد کې ۸۰ فعال مرکزونه او له هېواده بهر په متحده عربي اماراتو کې یو مرکز د برېښنايي تذکرو د وېش او “آسان خدمت” تر نوم لاندې د خدماتو وړاندې کولو چارې پر مخ وړي، چې ښځو او نارینه و ته برابرې اسانتیاوې برابروي.
خو د شفافیت نشتون، د خپلواکو څارنو ندرېدل او د هېواد په یو شمېر سیمو کې د خلکو محدود لاسرسی د دې لامل شوی چې د دغه بهیر د عدالت او ټول شموله توب په برخه کې جدي پوښتنې راولاړې شي.




