سياستمهم خبرونه

طالبانو په خاروغ کې د افغانستان قونسل له دندې لیرې کړی

باور وړ سرچینې په تاجکستان کې تاییدوي چې د طالبانو اداره نقیب‌الله دهقان‌زاده، د افغانستان قونسل په خاروغ ښار کې چې د تاجکستان د بدخشان ولایت مرکز دی، له دندې برطرف کړی او د دې قونسلګرۍ فعالیتونه یې درولي دي.

د سرچینو په وینا، دا پرېکړه د دوشنبې په ورځ، د جدي په لومړۍ نېټه عملي شوې ده، او د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۱۵مه نېټه د دهقان‌زاده د دندې رسمي پای اعلان کړې ده. دهقان‌زاده د پخواني حکومت له دیپلوماټانو څخه و، چې د کابل له سقوط وروسته یې له د طالبانو ادارې سره کاري اړیکې او همغږي لرله.

سرچینې زیاتوي، چې له دندې د پایېدو پر مهال، شاوخوا ۱۲۰ زره امریکايي ډالر د دهقان‌زاده له لوري د طالبانو د ادارې بهرنیو چارو وزارت ته منتقل شوي دي؛ موضوع چې د مالي شفافیت او د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د دیپلوماتیکو استازولیو د مدیریت په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

د موجودو معلوماتو پر بنسټ، د دهقان‌زاده برطرفي په داسې حال کې ترسره شوې چې نوموړي هڅه کوله د طالبانو د ملاتړ له لارې، د ظاهر اغبر پر ځای د افغانستان د سفیر په توګه په تاجکستان کې معرفي شي، خو دغه هڅه بې‌نتیجې پاتې شوې ده.

تاجکستان تر اوسه د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پېژندلې او نه یې هغه استازي منلي، چې د دې ډلې له لوري د افغانستان د سفارت او د خاروغ د قونسلګرۍ لپاره معرفي شوي دي؛ مسئله چې د افغانستان د دیپلوماتیکو فعالیتونو پر وړاندې په دې هېواد کې جدي محدودیتونه رامنځته کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button