د طالبانو ادارې مرستیال د نغلو برېښنا بند وکوت

مولوي عبدالسلام حنفي، د طالبانو د ادارې د رئيس الوزرا اداري مرستیال، له یو شمېر د دغې ادارې له مسوولانو سره یو ځای د کابل ولایت د نغلو برېښنا بند څخه لیدنه وکړه. دغه بند د هېواد له مهمو برېښنا تولیدوونکو تاسیساتو څخه دی. د نغلو د برېښنا بند مسوولانو وویل، په دې لیدنه کې د فعالیتونو بهیر، کاري پلانونو او د بند د اوسني وضعیت په اړه معلومات وړاندې شول او همدارنګه موجودې ستونزې او اړتیاوې هم وڅېړل شوې. مولوي عبدالسلام حنفي د لیدنې پر مهال د نغلو بند د مسوولانو له هڅو او کارونو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د عامه زیربناوو ساتنه او د هېواد اوسېدونکو ته خدمت کول د مسوولانو اسلامي او ملي دنده ده. د نغلو برېښنا بند د افغانستان د انرژۍ له مهمو زیربناوو څخه شمېرل کېږي چې اغېزمنه ساتنه او سم مدیریت یې د هېواد د بېلابېلو سیمو لپاره د دوامدارې برېښنا په تأمین کې مهم رول لري؛ هغه موضوع چې د عامو خلکو او کارپوهانو پام هم ور اړولی دی.




