سياستمهم خبرونه

طالبانو ويلي د دوحې سياسي دفتر لا هم فعال دی؛ راپورونه یې رد کړل

د طالبانو د ادارې يو چارواکي چې په قطر کې د دې ډلې په سفارت کې کار کوي، ويلي چې د قطر حکومت له دوی نه دی غوښتی چې خپل سياسي دفتر په دوحه کې وتړي. د دغه چارواکي په وينا، هغه راپورونه ناسم دي چې ځينو رسنيو خپاره کړي وو او پکې ويل شوي وو چې قطر له طالبانو غوښتي څو خپل دفتر وتړي.

په تېرو ورځو کې يو شمېر رسنيو راپور ورکړی و چې ګواکې قطر له طالبانو غوښتنه کړې چې د دوی د سياسي دفتر فعاليتونه بند کړي. دا راپورونه پراخ غبرګونونه راپارولي وو، خو اوس د طالبانو د ادارې چارواکي دا ادعاوې ردوي.

د طالبانو سياسي دفتر په دوحه کې په تېرو کلونو کې د دې ډلې او د نړيوالې ټولنې ترمنځ د اړيکو يو مهم چينل ګڼل کېده او په سياسي خبرو اترو کې يې مرکزي رول درلود. قطر هم په وروستيو کلونو کې د افغانستان له اړوندو بهيرونو سره د منځګړيتوب رول لوبولی دی.

تر اوسه د قطر رسمي دولتي چارواکو په دې اړه څرګند نظر نه دی وړاندې کړی او نور جزئيات نه دي خپاره شوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button